" >

ورزش

6025549b-8ca2-4232-89cc-68450c23e11a.jpg

د فوټسال نړیوال جام کې ۱۶م پړاو ته د افغانستان پورته کېدل یقیني شو

طرز پرس- پاناما ته د تاجکستان د فوټسال ملي لوبډلې له بایللو سره، د افغانستان فوټسال لوبډلې وتوانېد چې د فوټبال نړیوال جام د دریم غوره ټیم په توګه د دې سیالیو ۱۶م پړاو ته لاره پیدا کړي.
460847215_842584831327962_3387895193878596337_n.jpg

د افغانستان د فوټسال ټیم اوکراین ته لوبه وبایلله

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم اوکراین ته لوبه وبایلله، خو لا هم راتلونکې پړاو ته د وتلو چانس لري. طرز پرس: د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې، نن د ۴-۱ پایلې سره اوکراین ته ماتې وخوړه.
97431041-f485-419d-8ca4-742594097737.jpg

ارجنټاين ۲ـ افغانستان ۱؛ د فوټسال دویم نمبر اتل پر وړاندې په کم توپیر د افغانستان ماتې

د افغانستان او ارژینتاین د فوټسال ملي ټیمونه نن ماښام «چهارشنبه، د وږي ۲۸ مه » د فوټسال نړیوال جام په یوه لوبه کې سره مخامخ شول؛ خو دا لوبه د افغانستان د ۲ـ۱ ماتې سره پای ته ورسیده.
0a41270b-6340-489b-83e7-f6048a5c8bde.jpeg

افغانستان ۶ انګولا ۴؛ د فوټسال نړیوال جام کې د خراسان زمریانو ځواکمنه هنر ښودنه

د فوټسال نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم نن ماښام د انګولا فوټسال ټیم ۶ پر ۴ مات کړ او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې درې خوږې نومرې ترلاسه کړې.
2b54083a-b37f-445b-9cd1-ae5b88e4c101.jpeg

کام ایر ۳ - ګاز جنوب ۰؛ د عراق د والیبال ټيم پر وړاندې د افغانستان د واليبال خوږه بریا

د کام ایر والیبال لوبډلې چې د افغانستان استازیتوب کوي، د آسیا د والیبال جام سیالیو کې د عراق د ګاز جنوب لوبډلې ته په ۳-۰ ماتې ورکړه. طرز پرس - دغه سیالۍ نن ماښام "سه‌شنبه - د وږي ۲۰مه" د ایران په یزد ښار کې ترسره شوې، چې د افغانستان د لوبډلې خوږې بریا او د عراق د لوبډلې درنه ماتې سره پای ته ورسېده.
7c047196-94a7-4018-9e19-c83938d915e4.jpeg

افغانستان ۵ - نیوزیلنډ ۱؛ د لویو وچو جام د اتلولۍ ګټلو لپاره د افغانستان د فوتسال لوړ ګام

افغانستان د نیوزلنډ په ماتولو سره، د ۲۰۲۴ کال د فوټسال د لویو وچو جام د روانو سیالیو د اتلولۍ ګټلو لپاره یو ارزښتناک ګام پورته کړ. طرز پرس - د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن «چهارشنبه، د وږي۱۴مه» د تایلنډ بانکوک ښار کې پخپل دریمه لوبه کې، سره له دې چې د نیوزیلنډ له لوبډلې څخه په ۱-۰ شاته پاتې وه، خو په پای کې یې د ۵ ګولونو په وهلو سره بریا ترلاسه کړه.
ba92e64a-8ecb-4dc5-b6b3-8f5820969764.jpeg

افغانستان د مرکزي آسیا د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې نن شپه د مرکزي آسیا په پایلوبه کې د ۰-۱ په توپیر د اوزبیکستان ملي لوبډله مات کړ او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
E7CB43E7-B51E-42BD-A17F-F7725A40ED12_w1200_r1.jpg

شپږیزه لیګ، بند امیر ښاماران خپلې سیالې مېس عینک ته په لوړ توپیر ماتې ورکړه

د شپږیزه کرېکټ لیګ په ننني لوبه کې د بند امیر ‏ښاماران لوبډلې و توانېدل چې خپلې سیالې مېس‌عینک اتلانو ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
IMG_2845.JPEG

افغانستان ۲-۰ قرغزستان؛ د خراسان زمریان خپل لومړنی ګام له بري سره پیل کړ

د افغانستان د ۱۷ کلونو د فوټبال ټیم نن «دوشنبه، د زمري ۲۹ مه» د مرکزي آسیا سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د ۰-۲ پایلې سره د قرغزستان پر وړاندې وګټله او د دې سیالۍ خوږ درې امتیازه یې خپل کړل.
ff79f03c-cd2c-4920-b5c4-5c75bbb883f7.jpeg

د رونالدو له سختې ماتې سره د الهلال اتلولي په سوپرجام کې

د الهلال ځواکمن ټیم، د صربستاني ستوري «میتروویچ» په ځلېدو سره وتوانېد چې په سوپرجام کې النصر ټیم ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.