ارجنټاين ۲ـ افغانستان ۱؛ د فوټسال دویم نمبر اتل پر وړاندې په کم توپیر د افغانستان ماتې

ترانه سپاهي

طرز پرس

28 سنبله 1403

97431041-f485-419d-8ca4-742594097737.jpg

ز
طرز پرس- د افغانستان لوبغاړي د لوبې بشپړ کنټرول درلود او پر مقابل لوري یې سخت ګوزارونه وکړل، خو له بده مرغه یوازې یو ځل وتوانېدل چې د ارجنټاین دروازه پرانیزي. په مقابل کې، ارجنټاین چې د فوټسال له اتلو ټيمونو شمېرل کیږي او په ۲۰۱۶ کې د نړۍ اتلولي او په ۲۰۲۰ کې دویم مقام ته رسېدلی، خو بیاهم یوازې د یوه ګول په توپیر سره وتوانېد چې افغانستان ته ماتې ورکړي. په دې لوبه کې د افغانستان یوازینی ګول حسین محمدي وواهه.
سره له دې چې افغانستان په دې لوبه کې په کم توپیر ماتې وخوړه، خو دا لوبه له تاریخي پلوه د افغانستان د فوټسال ټيم له غوره لوبو څخه ګڼل کیږي. افغانستان د دوه لوبو په ترسره کولو سره خپل ګروپ کې یوه بریا او یوه ماتې لري او درې امتیازه یې ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د هیواد د فوټسال ملي ټیم په پایلې لوبه کې د اوکراین سره مخامخ شي، او که بریالي شي، د دویم ټیم په توګه، او که ماتې وخوري، د درېیم ټیم په توګه د نړیوال جام د تاشکند بلې مرحلې ته تیریږي.