آندری سرنکو: «افغانستان د سقوط په درشل کې دی او روسیه به مداخله وکړي»

طرز پرس

18 حمل 1404

OIP (2).jpeg

په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز رئیس، آندری سرنکو، په خپل یوه تازه مرکه کې د طالبانو واکمنۍ په اړه وویل چې «افغانستان به ډېر ژر سقوط وکړي او په هېواد کې به یوه نوې کورنۍ جګړه پیل شي.» هغه په ځانګړې توګه د طالبانو د بقا په اړه د بهرنیو ملاتړو پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «طالبان یوازې د امریکا د ملاتړ له لارې ژوندي پاتې دي.»

سرنکو د طالبانو د رژیم د سقوط په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې په مشخص ډول وویل: «طالبان نه د امریکا په پیسو او نه هم د سراج الدین حقاني د قدرت تر لاسه کولو سره، چې امریکا یې ملاتړ کوي، کولی شي خپل رژیم بچ کړي.»

دغه روسي تحلیلګر زیاته کړه چې کله افغانستان کې جګړه بیرته پیل شي، ټول بهرني ځواکونه به له هېواد څخه ووځي او د نوموړي په باور، په دې وخت کې روسیه به اړ شي چې مداخله وکړي. «که چیرې دا جګړه پیل شي، روسیه به ناچار مداخله وکړي.»

سرنکو همدارنګه د امریکا د اندېښنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «امریکا غواړي چې د طالبانو رژیم سقوط نه کړي، ځکه د ده په وینا، د طالبانو له سقوط سره به بی‌نظمي او نوي امنیتي ګواښونه راولاړې شي.» هغه د دوحې د توافقاتو په اړه وویل: «که د طالبانو رژیم سقوط وکړي، پوښتنه دا ده چې کومه اداره کولی شي دغه توافقات پلي کړي؟»

دا روسي شنونکی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د اختلافاتو راپورونه په وروستیو کې زیات شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دې اختلافاتو د موجودیت په اړه د تایید نه انکارکېدونکی مهر لګولی دی.