زلمي خليل‌زاد له پاکستان څخه د داعش د غړو د احتمالي انتقال په اړه خبرداری ورکړی

صمیم بارکزی

طرز پرس

27 حمل 1404

zalmai.jpg

افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمي خليل‌زاد، خبرداری ورکړی چې ښايي د داعش ډلې غړي د افغان کډوالو تر پوښښ لاندې له پاکستانه افغانستان ته ولېږدول شي.

خليل‌زاد په خپل ایکس پاڼه کې ليکلي دي: «باخبرې سرچينې ماته وايي چې اندېښنه لري، ښايي د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د شړلو بهير د دې لپاره وکاروي، څو د داعش اړوند کسان افغانستان ته واستوي. زه هم له دې اندېښنو سره شريک يم.»

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې پاکستان يو ځل بيا پر افغان کډوالو سخت فشارونه پيل کړي او په زور یې افغانستان ته انتقال کوي. دغه بهير له پراخو بشري نيوکو سره هم مخ شوی او نړيوالو بنسټونو هم د پاکستان پر دې اقدام ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

باور دادی، که د خليل‌زاد دا ادعا سمه وي، نو د افراطي ډلو د غړو احتمالي انتقال به نه يوازې د افغانستان د امنيت لپاره جدي ګواښ وي، بلکې ښايي د طالبانو د واکمنۍ ثبات ته هم سخت زيان ورسوي.

خليل‌زاد له نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو سازمانونو غوښتنه کړې چې دې موضوع ته جدي پام وکړي او د افغانستان له ختيځو پولو څخه د ترهګرو د نفوذ د مخنيوي لپاره مؤثر اقدامات ترسره کړي. تر اوسه د پاکستان حکومت د زلمي خلیلزاد د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.