د افغانستان د اداري جوړښت پاشل کېدل؛ طالبانو په زرګونه دولتي بستونه د بودیجې له کبله تنقیص کړې دي

صمیم بارکزی

طرز پرس

18 حمل 1404

17560268_560.jpeg

د طرز پرس ځانګړی راپور

طالبانو له کوم رسمي اعلان پرته د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د افغانستان په ملکي او نظامي ادارو کې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر د دولتي بستونو تنقیص پیل کړی دی. د طرز پرس موندنې ښيي چې دا پرېکړه د بودیجې د کمښت او نړیوالو مرستو د بندېدو له امله شوې ده.

طرز پرس په تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې له ۲۳ ملکي کارکوونکو سره خبرې کړې دي. دوی د خپلو بستونو تنقیص تایید کړی او د طالبانو د دې پرېکړې په اړه یې ژوره اندېښنه ښودلې ده. دغه کارکوونکي د پخواني حکومت مامورين دي او د طالبانو له راتلو سره هم پر خپل ځای پاتې وو. دوی وايي چې د طالبانو دا پرېکړه د خپلې کورنۍ راتلونکي په اړه دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د طرز پرس د موندنو پر بنسټ، د تنقیص کچه په بېلابېلو ادارو کې یو ډول نه ده؛ ځینو ادارو کې تر ۲۰ سلنه پورې، او نورو کې بیا تر ۱۵ یا ۱۳ سلنه پورې بستونه له منځه وړل شوي. دا تنقیص هم ملکي کارکوونکي اغېزمن کړي او هم نظامي کسان، خو سرچینې وایي چې د پخواني حکومت ډېری کارکوونکي د دې پرېکړې اصلي هدف ګرځېدلي دي.

طرز پرس ته رسېدلي معلومات ښيي چې د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت ټولو ادارو ته ویلي چې تر هغه وخته د ۱۴۰۳ کال د کب او ۱۴۰۴ د وري میاشتې معاشونه نه ورکوي، تر څو چې د تشکیلاتو تعدیل او د بستونو نهایی لیستونه نه وي سپارل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجه لا هم توشیح شوې نه ده او د تشکیلاتو بیا کتنه روانه ده.

د طالبانو په اداري جوړښت کې د تېر حکومت کارکوونکي له طرز پرس سره په شوې مرکه کې ویلي، دا ډول اقدامات کولای شي پراخ بیکاري، زیاتېدونکی فقر او عامه ناراضایتي رامنځته کړي. د دوی په باور ډېری تنقیص شوي کارکوونکي د خپلو کورنیو نفقه‌ګټونکي دي، او د دوی له ادارې لیرې کول، له فردي تراژیدیو سربېره، د ټولنې پر ثبات هم منفي اغېز کولی شي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه مشخصاً څه نه دي ویلي.