طرز پرس په اړه

طرز پرس یوه ډیجیټل رسنۍ ده چې غواړي له افغانستان څخه په یوه نوې او ځانګړې بڼه خلک له تازه پېښو خبر او ذهنیتونه یې پیاوړي کړي. موږ په افغانستان کې د لومړي لاس خبرونو خپرولو لپاره د ورځې ۲۴ ساعته آنلاین کار کوو. پېښې له نویو زاویو څخه را اخلو او زموږ رسنیز تولیدات به تاسو ته د افغانستان او نړۍ له پیچلي تحولاتو څخه یو روښانه تصویر وړاندې کړي. موږ کیسه لیکونکي یو او د افغانستان واقعیت بیانوو.
د طرز پرس نوم په اړه لنډ وضاحت
د "طرز" کلمه د یو شی شکل او صورت ته ویل کيږي. د لارې، طریقې او د قاعدې معنی هم لري. دا کلمه په پښتو او دري کې په مشترک ډول هم کارول کيږي.
له دې سربېره، طرز د محمود طرزي د وياړلي نوم يادونه هم کوي. دا بحث ځکه مهم دی چې محمود طرزي یو افغان ژورنالیست و چې په ۱۹۱۱ م کال کې یې د افغانستان د مخکښو روڼ اندو له یوې ډلې سره لومړنۍ افغان ورځپاڼه جوړه کړه. له همدې امله هغه ته د "افغان مطبوعاتو پلار" هم ویل کیږي. خو دا روښانه کول اړین دي چې طرز پرس د محمود طرزي یا د هغه د کورنۍ کوم غړي پورې اړه نه لري.
د طرز پرس په ټیم کې ژورنالیستان، لیکوالان او په جلاوطنۍ او افغانستان کې مسلکي څیړونکي شامل دي.