تلگراف: له طالبانو سره اتحاد نشي کولی د داعش له بریدونو څخه لوېدیځ وژغوري

صمیم بارکزی

طرز پرس

20 حمل 1404

6.png

بریتانیايي ورځپاڼې ډېلي تلگراف په یوه تحلیلي راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو پر ډله تکیه کول د داعش د زیاتېدونکي ګواښونو مخه نه شي نېولی او دا یوه ستراتېژیکه تېروتنه ده چې کولی شي د نړۍ د امنیت لپاره درانه پایلې ولري.

په راپور کې راغلي چې راتلونکی کال کې د داعش له لوري پر لوېدیځو هېوادونو، په تېره امریکا او اروپا، د یو پراخ برید اټکل ډېر کیږي. د ورځپاڼې شنونکي ټینګار کوي چې طالبان، سره له دې چې کله ناکله د داعش غړو سره یې اخ او ډب کړي، خو نه یې توان لري چې په اغېزمن ډول له دې توندلارې ډلې سره مبارزه وکړي، او نه یې هم کړنې تر اوسه اغېزمنې ثابتې شوې.

د ډېلي تلگراف د راپور بله برخه وايي چې داعش خراسان پر وړاندې له طالبانو سره همکاري، کولی شي طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړي؛ حال دا چې طالبان لا هم د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن نه دي.

دا خبرداری په داسې مهال خپرېږي چې د لوېدیځو استخباراتي ادارو له لوري هم د داعش د فعالیتونو د پراخېدو او له افغانستان څخه نړیوالو ته د دې ګواښ د صادرېدو په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.