د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په دویمه پنځوس آوریزه لوبه کې، چې نن یکشنبه (د وري ۱۷مه) ترسره شوه، کوربه هېواد نیپال ته په یو زړه راښکونکي توپیر ماته ورکړه او د لوبو دا لړۍ یې مخکې له مخکې وګټله.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې. نیپال هڅه وکړه چې هدف پوره کړي، خو د لوبې په ۴۹.۳ آور کې یې وروستی لوبغاړی وسوځېد او د ۱۶۷ منډو په جوړولو سره یوازې یوه منډه تر هدف کم پاتې شو.
دا بریا د افغان ځوانانو لپاره پرلهپسې دویمه کامیابي وه، چې له مخې یې د لوبو دا لړۍ یې مخکې له مخکې وګټله. ټاکل شوې ده چې درېیمه او وروستۍ لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره ترسره شي.