تایمز: ټرمپ پر ایران د برید لپاره سیاسي فضا برابروي

طرز پرس

18 حمل 1404

OIP.jpeg
ولسمشر دونالد ټرمپ هڅه کوي د ایران د محدودولو لپاره «فعاله ګواښونه» وکاروي او په ورته وخت کې د احتمالي برید لپاره نړیوالو ته سیاسي توجیه او مشروعیت برابر کړي.
 
دا څرګندونې د بریتانیې ورځپاڼې تایمز د راپور یوه برخه ده چې د منځني ختیځ د یوشمېر ډیپلوماټانو په حواله یې لیکلي دي.
 
راپور د اسرائیل له خوا دوه وروستي پراخ هوايي بریدونو ته اشاره کړې، چې د ایران راداري او د هوا دفاع سیستمونه یې زیانمن کړي وو. د راپور پر بنسټ، ډېر اټکل کیږي چې داځل هم د اسراييل پر مټ پر ایران برید وشي.
 
تایمز د سرچینو له قوله لیکي چې دا وضعیت د سیمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي او ښايي د ایران او لویدیځ ترمنځ کړکېچ نوې کچې ته لوړ کړي.