ټايپي تېروتنه که سیسټماتیک فساد؟ د طالبانو پر برېښنا ادارې د خلکو بې‌باوري

طرز پرس

18 حمل 1404

111.png

تر هغه وروسته چې د هېواد له بېلابېلو سیمو خلکو د برېښنا په بلونو کې د ۲۰۰ او ۴۰۰ افغانیو د اضافي پیسو له امله پراخ اعتراضونه وکړل، طالبانو بالاخره ومنله چې دا پیسې د یوې «ټايپي تېروتنې» له امله په بلونوکې اضافه شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د برشنا شرکت د مسئولینو یو ویدیویي پیغام خپور کړی، چې پکې ویل شوي دا تېروتنه د برېښنا ادارې له‌خوا شوې او دوی به یې سم کړي. په دغه ویډیو کې امیرعبدالله جهان، د طالبانو تر واک لاندې د برشنا شرکت تجارتي رئیس، وايي چې دغه فیس د دوو کلونو لپاره په پام کې نېول شوی دی؛ یعنې د ملکي پېرېدونکو لپاره کال کې ۱۰۰ افغانۍ او د سوداګریزو پېرېدونکو لپاره په کال کې ۲۰۰ افغانۍ .

خو دا وضاحتونه د خلکو قناعت نه‌دی حاصل کړی. په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر خلکو دا «ټايپي تېروتنه» د ادارې له خوا د ناسم مدیریت، اداري ګډوډۍ او د مالي شفافیت نشتوالي یوه بېلګه بولي.

منتقدین باور لري چې د مبهمو فیسونو زیاتول او بیا یې د یوې ساده تېروتنې په نوم توجیه کول، نه یوازې غیرمسلکي عمل دی، بلکې د افغانانو د شعور مطلق سپکاوی ګڼل کېږي.