اصلاحات که انتقام؟ طالبانو زرګونه پخواني دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

حاميه نادري

طرز پرس

2 ثور 1404

00000111.png

یو رسمي سند، چې طرز پرس ته رسېدلی، ښيي چې طالبانو د «تصفیه و اصلاح » کمیسیون له لارې، د دفاع وزارت ۵۵۸۲ تنه فني او اداري کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. دا کارکوونکي د طالبانو له‌خوا د جمهوریت پلوه او غیر بې‌طرفه اشخاصو په توګه طبقه‌بندي شوي دي.

باوري سرچینو طرز پرس ته ویلي، دا تصفیه‌ییز بهیر له څو میاشتو راهیسې په خاموشۍ پیل شوی و او اوس یوې پراخې مرحلې ته رسېدلی دی. د دوی په وینا، دا اقدام د مسلکي ارزونې پر بنسټ نه، بلکې د پخوانۍ دندې سابقې ته په کتو ترسره شوی دی.

په مکتوب کې، چې یوه کاپي یې طرز پرس ترلاسه کړې، وزارت ته امر شوی چې له له دغو کسانو سره هر ډول اداري اړیکې وځنډوي. په دې سند کې د هغوی د ګوښه کېدو دلیل « د بی‌طرفۍ نشتوالی» او «جمهوریت نظام ته فکري تړاو» یاد شوی دی.

یو شمېر له دندو ګوښه شوي کارکوونکي ادعا کوي، چې نه دوی ته رسمي دلیل ویل شوی، نه ارزونه شوې، او نه هم د ځان دفاع فرصت ورکړل شوی. د دفاع وزارت یو پخوانی انجنیر طرز پرس ته ویلي: «یوازې مو نومونه د تنقیص په لیست کې راغلي، او نور نپوهېږو چې زموږ برخلیک به څنګه کیږي.»

طالبانو د کابل له نیولو وروسته، د خپلې حکومتولۍ دوام لپاره د جمهوریت‌پالو کارکوونکو پر مهارتونو تکیه وکړه، خو د ورستیو معلوماتو له مخې اوس د هغوی د سیستماتیکې ګوښه کولو پروسه یې پیل کړې ده.

یوې سرچینې، چې لا هم د دفاع وزارت له ادارې سره کار کوي، طرز پرس ته ویلي: «موږ ته یې د همکارۍ ژمنې راکړې، خو درې کاله وروسته موږ ته وايي چې د باور وړ نه یاست.»

طالبان خپلو دغو ا اقداماتو ته د «تشکیلاتو اصلاح» نوم ورکړی، خو خپلواکو سرچینو او بشري بنسټونه دا یوه «هدفمند تصفیه» بولي چې موخه یې د پخواني نظام د پاتې متخصصینو ایستل دي.

په ورته مهال، طالبانو ځینو ګوښه شويو کارکوونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته په پام کې نیولي، خو د پخواني دولت کارکوونکي دا روپۍ ځانته سپکاوی ګڼي او وايي چې دا نه د اقتصادي زیانونو جبران دی، نه د دوی د خدماتو ارزښت.

د پخواني حکومت یو ډیپلوماټ، چې دا مهال په ترکیه کې مېشت دی، طرز پرس ته ویلي: «طالبان هڅه کوي یو داسې تړلی سیستم رامنځته کړي چې یوازې خپل ځانته وفادار وګړي پکې پاتې شي. دا کار به د هیواد ادارې ظرفیتونه له منځه یوسي.»