پنتاګون: پر اسراییل هر ډول برید به ایران لپاره درنې پایلې ولري

طرز پرس

10 میزان 1403

OIP (2).jpg
طرز پرس: پنتاګون تهران ته خبرداری ورکړ چې په تل‌اویو هر ډول مستقیم برید به ایران لپاره درنې پایلې ولري.
د متحده ایالاتو دفاع وزیر، لوید آستین، د سې شنبې په سهار خپل اسراییلي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د حزب‌الله د بنسټیزو جوړښتونو د له منځه وړلو لپاره هم د اسراييل له ترسره کېدونکو هوايي بریدونو ملاتړ کوي. پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت په یوه بل بیان کې هم ویلي چې د اسراییل او د ایران د نیابتي ډلو ترمنځ له یوې سترې جګړې څخه د مخنیوي په موخه یې په منځني ختیځ کې د امریکا چټک جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
بل پلو د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په منځني ختیځ کې وروستیو تحولاتو ته په غبرګون کې یو ځل بیا ویلي چې د اسراییل د «ظلم او استبداد» پر وړاندې به ودریږي. هغه ټینګار کړی چې اسراییل باید د «بی ګناهو کسانو» پرځای د هغه په وینا، «له یو نر» سره جګړه وکړي.