د فوټسال نړیوال جام کې ۱۶م پړاو ته د افغانستان پورته کېدل یقیني شو

ترانه سپاهي

طرز پرس

1 میزان 1403

6025549b-8ca2-4232-89cc-68450c23e11a.jpg

طرز پرس- پاناما ته د تاجکستان د فوټسال ملي لوبډلې له بایللو سره، د افغانستان فوټسال لوبډلې چانس راوړ چې د فوټبال نړیوال جام د دریم غوره ټیم په توګه د دې سیالیو ۱۶م پړاو ته لاره پیدا کړي.
نن یکشنبه، د تلي لومړۍ نېټه، د تاجکستان او پاناما فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې پاناما تاجکستان ته ۸:۳ ماتې ورکړه. د تاجکستان د ننني لوبې د پایلې په نظر کې نیولو سره، د افغانستان ملي لوبډله د فوټسال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته صعود وکړ او په راتلونکي پړاو کې به د پاراګوای له لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د درېیو لوبو څخه ۳ امتیازونه ترلاسه کړي او د ۲- ګولونو تفاضل سره د شپږو ګروپونو په غوره درېیمو لوبډلو کې درېیم ځای خپل کړی او د فوټسال ۲۰۲۴ نړیوال جام ۱۶م پایلوبې پړاو ته رسیدلې ده.
افغانستان په ګروپي سیالیو کې انګولا ته ماته ورکړې وه؛ خو په وړاندې یې له ارجنټاین او اوکراین څخه ماتې وخوړه. د خراسان زمریان به د چهارشنبې په ورځ، د تلي ۴مه، د کابل په وخت د ماښام په ۰۷:۳۰ بجو د پاراګوای له لوبډلې سره سیالي وکړي، چې په «الف» ګروپ کې لومړی مقام لري.