نتانیاهو د ایران خلکو ته په خطاب کې: اسراییل ستاسو تر څنګ ولاړ دی

طرز پرس

10 میزان 1403

20160419_GolanForever.jpg

طرز پرس: په داسې حال کې چې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته د ایران چارواکو اسراییل پر وړاندې له هر ډول مستقیم ګواښ څخه ډډه کړې ده، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له هر فرصته د ایران د ټکولو او ځپلو لپاره ګټه پورته کوي.
ښاغلي نتانیاهو نن دوشنبه، د تلې ۹مه، په یو مهم پیغام کې د ایران خلکو ته په خطاب کې وویل: «تاسو باید وپوهېږئ چې اسراییل ستاسو تر څنګ ولاړ دی.» د بنیامین نتانیاهو دا څرګندونې د اسلامي جمهوریت حکومت ته یو ګواښونکی پیغام لیږدوي او داسې ښکاري چې دا به د ایران د کورنيو مخالفینو د تحریک او هڅولو لپاره وي.
همدارنګه دا احتمال هم شته چې اسراییل د خپلو لویدیځو ستراتیژیکو شریکانو په همغږۍ، په اوږدمهال کې د ایران لپاره د یوه بدیل حکومت په هڅه کې وي. متحده ایالات هم په ځلونه په ایران کې د پراخو ترسره شویو لاریونونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی د ایران د ولس ترڅنګ دريږي. د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه پنتاګون ته هم سپارښتنه کړې چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو دفاعي کرښه پیاوړې کړي. دا بې له شکه په سیمه کې د ایران د ستراتیژیک او نظامي محاصرې په مانا دی.
په داسې حال کې چې د حزب‌الله ډله لا هم ادعا کوي چې د دوی د مشر حسن نصرالله وژل کېدل به د اسراییل پر وړاندې په نظامي عملیاتو باندې کومه اغېزه ونه کړي، خو حزب‌الله دا هم درک کړې چې د ایران په ملاتړ د دې ډلې بریدونه د داسې یو ځواکمن نظامي هېواد پر وړاندې چې په منځني ختیځ کې د امریکا له مستقیم ملاتړ څخه برخمن دی، کافي نه دي.