د رونالدو له سختې ماتې سره د الهلال اتلولي په سوپرجام کې

طرز پرس

27 اسد 1403

ff79f03c-cd2c-4920-b5c4-5c75bbb883f7.jpeg

د الهلال ځواکمن ټیم، د صربستاني ستوري «میتروویچ» په ځلېدو سره وتوانېد چې په سوپرجام کې النصر ټیم ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.
طرزپرس: النصر او رونالدو په داسې حال کې چې په لومړۍ نیمایي کې د ۱-۰ په توپیر مخکې و، خو په دویمه نیمایي کې یې د دفاعي کرښې د فشار او تېروتنو له امله ۴:۱ ماتې ومنله او په پای کې الهلال د سعودي عربستان سوپرجام اتل شو. په دې لوبه کې د الهلال لپاره ساویچ یوځل، میتروویچ دوه ځل او مالکوم یو ځل ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې د النصر ټیم یوازینی ګول کریستیانو رونالدو وواهه او نور یې چانس را نه وړل.