طالبانو د حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی

طرز پرس

8 میزان 1403

9V93XJ-highres-1200x798.jpg

طرز پرس: د لبنان له وروستي مهم تحولاتو څخه درې ورځې تېرې شوې چې په ترڅ کې یې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ووژل شو او ډېریو نړیوالو هېوادونو هم په همدې اړه خپل دریځونه څرګند کړل، خو طالبانو تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې په لبنان کې د اسراییل بریدونه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د اسراییل مخه ونیسي. طالبانو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه هم په ایران کې سمدستي غبرګون وښود، خو داسې ښکاري چې اوس یې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په تړاو چوپتیا غوره کړې ده.
له بلې خوا، د حسن نصرالله له وژل کېدو سره د ایران او اسراییل ترمنځ په منځیني ختیځ کې د مستقیمې نښتې احتمال زیات شوی او دا هغه څه دي چې په سیمه کې به سیاسي معادلې له سره تعریف کړي. که څه هم د ایران چارواکو ویلي چې د حسن نصرالله وژل کېدل به د اسراييل پر وړاندې د حزب‌الله ډلې پر پوځي مبارزو هېڅ اغېزه ونه لري، خو له بل اړخه ایران داسې هڅې پیل کړي چې دا ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ د دغه سازمان له مشر انتونیو ګوتریش، څخه غوښتنه کړې چې د اسراییل د بریدونو په اړه په غزه او لبنان کې بېړنۍ غونډه راوبولي، خو هغه څه چې قضیه لا خطرناکه کوي، د بنیامین نتانیاهو ټینګار دی چې جګړه به جاري ساتي او د حزب‌الله له ډلې څخه به غچ اخلي.
سربېره پر دې، نتانیاهو د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې، یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ چې د اسراییل له سترګو پټ نه دی. بل پلو د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د حسن نصرالله وژل د عدالت د تامین لپاره یو اقدام وباله او یو ځل بیا یې په علني ډول د ایران پر ضد د اسراییل له بریدونو ملاتړ اعلان کړ.
که څه هم ځینې هېوادونه لکه بریتانیا، فرانسه، اروپا او کاناډا هر یو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو ټینګار کړی، خو د بنیامین نتانیاهو هغه څرګندونې چې حزب الله ډله په بشپړ ډول ختمول غواړي، ښایي په منځني ختیځ او سیمه کې سیاسي معادلې له سره تعریف کړي.
په همدې دلیل کيداي شي طالبان په دې لویو سیاسي معادلو کې، چې د پیاوړو نظامي بریدونو احتمال په کې شته، چوپتیا غوره کړې وي.