افغانستان ۵ - نیوزیلنډ ۱؛ د لویو وچو جام د اتلولۍ ګټلو لپاره د افغانستان د فوتسال لوړ ګام

ترانه سپاهي

طرز پرس

14 سنبله 1403

7c047196-94a7-4018-9e19-c83938d915e4.jpeg

افغانستان د نیوزلنډ په ماتولو سره، د ۲۰۲۴ کال د فوټسال د لویو وچو جام د روانو سیالیو د اتلولۍ ګټلو لپاره یو ارزښتناک ګام پورته کړ.
طرز پرس - د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن «چهارشنبه، د وږي۱۴مه» د تایلنډ بانکوک ښار کې پخپل دریمه لوبه کې، سره له دې چې د نیوزیلنډ له لوبډلې څخه په ۱-۰ شاته پاتې وه، خو په پای کې یې د ۵ ګولونو په وهلو سره بریا ترلاسه کړه.
په دې لوبه کې د خراسان زمریانو لپاره امید قنبري دوه ځله، فرزاد محمودي، مهران غلامي او حمیدرضا حسيني هریو، یو یو ګول وواهه. د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه لوبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر ټولو تاریخي ګام بللی دی.
بل پلو په یوه بله په زړه پورې لوبه کې، ګواتیمالا د ۶-۴ په توپیر وتوانېد چې تایلنډ مات کړي او د کانټینټل ټورنمنټ د نوملړ په سر کې ځای ونیسي. دا بریا د فوټسال د لویو وچو جام کې د افغانستان د اتلولۍ چانس یو څه پېچلی کړی دی. د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به د روانې جمعې په ورځ خپله وروستۍ لوبه د تایلنډ پر وړاندې وکړي، او د دې لپاره چې ددغه جام اتلولي ترلاسه کړي، باید تایلنډ د دوه ګولونو په توپیر سره مات کړي. دا سیالۍ نړیوال جام لپاره د افغانستان د فوټسال چمتووالي په موخه ترسره کیږي، چې لس ورځې وروسته به د اوزبیکستان په کوربه توب پیل شي.