خلیلزاد: د ایران مشران اندیښمن دي چې کېدای شي خپله په نښه شي

طرز پرس

8 میزان 1403

zalmaykhalilzad-kZK--621x414@LiveMint.jpg

طرز پرس: افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته اوس د ایران مشران په ځانګړي ډول علي خامنه‌ای اندیښمن دی چې کېدای شي د دویم هدف په توګه پخپله په نښه شي.
دغه پخواني امریکایي چارواکي په خپل ایکس یا «پخوانی ټویټر» کې لیکلي چې اسراییل د حسن نصرالله له وژلو سره خپله وړتیا ښودلې چې څنګه کولای شي د مخالفو مشرانو پل وڅاري او هغوی ووژني. نوموړي له حزب الله څخه د ایران ملاتړ ته په اشارې سره ویلي: «اوس به د ایران غبرګون څه وي؟ آیا هغوی به لا ډېر احتیاط وکړي؟»
زلمی خلیلزاد پخپل دغه یاددښت کې وضاحت ورکړی چې اوسنی وضعیت نه یوازې خطرونه، بلکې مهم فرصتونه هم لري. نوموړی په تلویحي ډول ایران ته ویلي چې له دې فرصتونو څخه دې د خپلو سیاستونو د بدلولو لپاره ګټه واخلي. دغه پخواني امریکایي چارواکي ټینګار کړی چې «بېړنی پاملرنه او په ستراتیژۍ کې بدلون اړین دی.»