افغانستان د مرکزي آسیا د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

ترانه سپاهي

طرز پرس

4 سنبله 1403

ba92e64a-8ecb-4dc5-b6b3-8f5820969764.jpeg

د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې نن شپه د مرکزي آسیا په پایلوبه کې د ۰-۱ په توپیر د اوزبیکستان ملي لوبډله مات کړ او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.

طرز پرس: دا سیالۍ نن شپه د افغانستان په وخت ۷:۳۰ بجې د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې پیل شوه. د افغانستان ځلانده ستورو په دواړو نیمايي لوبو کې په زړه پورې وځلېدل او سیال ته یې یو په زړه پورې لوبه وښوده. د دې سیالۍ یوازینی ګول اعظم‌الدین حاجي‌زاده په یوې فوق‌العاده ښکلې حرکت سره د افغانستان په ګټه وواهه. د هېواد د فوټبال ځوانو ملي لوبغاړو په درې بریاوو او درې کلین‌شیټونو سره د مرکزي آسیا د ټولو لوبډلو په منځ کې غوره تاریخ ثبت کړ. د الیاس منوچهر شاګردانو په ګروپي پړاو کې قرغزستان په دوه ګولونو او کوربه تاجیکستان په یو ګول مات کړي وو.
د افغانستان ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په دې سیالیو کې په څلورو ګولونو سره او پرته له کوم ګول خوړلو غوره ننداره وړاندې کړل.