طالبان: د داعش مشرتابه د استخباراتي ادارو په مرسته پاکستان ته لېږدول شوې ده

طرز پرس

9 میزان 1403

OIP.jpg

طرز پرس: تر هغه وروسته چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه خبرې وکړې، اوس طالبانو داسې معلومات خپاره کړي چې د داعش خراسان د مشرتابه څرک یې په پاکستان کې موندلې ده.
د طالبانو رسمي ویب‌پاڼه الاماره، نن دوشنبه د تلې ۹مه، لیکلي چې د داعش خراسان مشرتابه غړي وروسته له هغې چې په افغانستان کې ماتې وخوړه، د استخباراتي ادارو په مرسته د پاکستان بلوچستان ته انتقال شوي دي. دغه ویب‌پاڼه راپور ورکړی چې په کابل کې د څېړنو او ارزونې ریاست پر کارکوونکو د برید عاملین نیول شوي او دغه داعشي بریدګر هم د «بلوچستان مستونګ » کې د داعش خراسان له یوه تعلیمي کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په الاماره ویب‌پاڼه کې لیکلي: «له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې داعش له منځه یووړ، د داعش خراسان پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي ادارو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوي او هلته یې مرکزونه او تعلیمي کمپونه جوړ کړي دي. له دې نویو مرکزونو څخه هم په افغانستان کې او هم په نورو هېوادونو کې بریدونه ترسره کوي.»
دا څرګندونې ظاهراً د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغو څرګندونو ته ځواب ګڼل کېږي چې په ملګرو ملتونو کې یې پر طالبانو د نیوکې ترڅنګ ویلي وو چې په افغانستان کې ډېرې ترهګریزې ډلې موجود دي او د طالبانو تر سترګو لاندې خپل تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.
په همدې حال کې ځینې امنیتي کارپوهان باور لري چې پاکستان غواړي د داعش ډلې په وسیله په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پرمخ یوسي. خو په ورته وخت کې ځینې سیمه‌ییز کارپوهان بیا وايي چې داعش په سیمه کې ګډ ګواښ دی او غوره به وي چې د سیمې هېوادونه هم په ګډه د دې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.
وحید فقیري، چې د سیمه‌ییزو مسایلو کارپوه دی، طرز پرس ته وویل چې د داعش پر وړاندې مبارزه یوازې د ګډې همکارۍ له لارې اغېزناکه تمامېدلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوې دي او دواړه لوري یو پر بل درانه تورونه لګوي.