کام ایر ۳ - ګاز جنوب ۰؛ د عراق د والیبال ټيم پر وړاندې د افغانستان د واليبال خوږه بریا

ترانه سپاهی

طرز پرس

20 سنبله 1403

2b54083a-b37f-445b-9cd1-ae5b88e4c101.jpeg

د کام ایر والیبال لوبډلې چې د افغانستان استازیتوب کوي، د آسیا د والیبال جام سیالیو کې د عراق د ګاز جنوب لوبډلې ته په ۳-۰ ماتې ورکړه.
طرز پرس - دغه سیالۍ نن ماښام "سه‌شنبه - د وږي ۲۰مه" د ایران په یزد ښار کې ترسره شوې، چې د افغانستان د لوبډلې خوږې بریا او د عراق د لوبډلې درنه ماتې سره پای ته ورسېده. دا د افغانستان د استازي لومړۍ بریا په دې سیالیو کې ګڼل شوې، او له دې وړاندې د کام ایر لوبډلې خپلې دوه سیالۍ د قطر الریان او د ایران د فولاد سیرجان لوبډلو ته بایللې وې.
اوس مهال په دې سیالیو کې اته لوبډلې ګډون لري او د کام ایر لوبډله د بی ګروپ په سیالیو کې د عراق د ګاز جنوب، قطر د الریان او د ایران د فولاد سیرجان لوبډلو سره سیالي کوي.