افغانستان ۲-۰ قرغزستان؛ د خراسان زمریان خپل لومړنی ګام له بري سره پیل کړ

ترانه سپاهی

طرز پرس

29 اسد 1403

IMG_2845.JPEG

د افغانستان د ۱۷ کلونو د فوټبال ټیم نن «دوشنبه، د زمري ۲۹ مه» د مرکزي آسیا سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د ۰-۲ پایلې سره د قرغزستان پر وړاندې وګټله او د دې سیالۍ خوږ درې امتیازه یې خپل کړل.
طرز پرس - په دې لوبه کې د افغانستان لپاره ارش احمدي په ۶مه دقیقه کې او یاسر صافي په ۴۳مه دقیقه کې ګولونه ووهل. د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د الیاس منوچهر ټيم د قرغزستان په پرتله خورا ښه ولوبېدل. د افغانستان دغو ستورو په دوو غبرګو ګولونو د حریف دروازه پرانېستله او څو نورې خطرناک موقعیتونه یې هم جوړ کړل؛ خو د بې‌دقتۍ له امله ګول نه شول. په دویمه نیمایي کې د افغانستان ملي ټیم په دفاعي حالت کې پاتې شو او بشپړه دفاعي لوبه یې وکړه. یاسر صافي، د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ځوان ستوری، د دې لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دویمه لوبه په ګروپي پړاو کې د همدې اونۍ د چهارشنبې ورځ د کوربه تاجکستان پر وړاندې ترسره کېږي.