شپږیزه لیګ، بند امیر ښاماران خپلې سیالې مېس عینک ته په لوړ توپیر ماتې ورکړه

طرز پرس

30 اسد 1403

E7CB43E7-B51E-42BD-A17F-F7725A40ED12_w1200_r1.jpg

د شپږیزه کرېکټ لیګ په ننني لوبه کې د بند امیر ‏ښاماران لوبډلې و توانېدل چې خپلې سیالې مېس‌عینک اتلانو ته د ۴۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
طرز پرس: د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړوا سیالۍ ۱۵مه لوبه نن «سه‌شنبه د زمري ۳۰مه» په کابل کې وشوه چې ټاس د بند امیر ښاماران لوبډلې وګاټه او د توپ‌وهنې چانس یې خپل کړ.‏
بند امیر ښاماران لوبډلې د خپلو څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ‏‏۱۳۹ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې مېس عینک لوبډلې ته یې ۱۴۰ منډې هدف وټاکه. په ترتیب لوبډلمشر حشمت‌الله شاهدي ۵۱، صدیق اتل ۳۰، ریاض ‏حسن ۱۰ او صدیق پاچا ۲۴ منډې جوړې کړې او په همدومره منډو وتوانېدل چې بریا خپله کړي. بل پلو د مېس‌عینک اتلان لوبډلې د ټاکل ‏شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل. په دغه لوبډله کې په ترتېب رحمن‌الله ځدراڼ ۳۲، ناصر جمال ۲۲، محمدنبي ۱۸ او د ‏نوید عبید ۹ او په مجموع کې ۹۷ منډې جوړې کړې او د ۴۲ منډو په توپیر سره یې لوبه و بایلله.