افغانستان ۶ انګولا ۴؛ د فوټسال نړیوال جام کې د خراسان زمریانو ځواکمنه هنر ښودنه

ترانه سپاهي

طرز پرس

25 سنبله 1403

0a41270b-6340-489b-83e7-f6048a5c8bde.jpeg

د فوټسال نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم نن ماښام د انګولا فوټسال ټیم، ۶ پر ۴ مات کړ او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې درې خوږې نومرې ترلاسه کړې.
طرز پرس- دا لوبه نن «یکشنبه، د وږي ۲۵مه» د اوزبیکستان په تاشکند کې د افغانستان د فوټسال ملي ټيم او د انګولا ټيم ترمنځ ترسره شوه. افغانستان خپله لوبه په طوفاني او بریدګر حالت پیل کړه او د خراسان زمریانو وتوانېدل چې د افریقا مرستیال اتل له سختې ماتې سره په تاريخي ډول وځپي. د لوبې نیمایي د ۵-۲ پایلې سره د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده او ملي لوبغاړي په ډاډه زړه دویم پړاو ته ولاړل.
خو کیسه دلته نه ختمېږي. په دویمه نیمایي کې افغان لوبغاړو دفاعي حالت غوره کړ او انګولایانو چې نور یې له لاسه ورکولو لپاره څه نه لرل، خپل بریدونه زیات کړل او دوه ګولونه یې جبران کړل. په وروستیو ثانیو کې افغانستان د یوې پنالټۍ خاوند شو او رضا حسین‌پور شپږم ګول د دویمې پنالټۍ له ځای څخه د سیال په ګول کې وواهه. په پای کې لوبه د ۶-۴ په نتیجه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده او له دې سره ملي لوبغاړو د فوټسال نړیوال جام کې له خپلې لومړنۍ بریا سره ځواکمن پیل وکړ.
په دې سیالۍ کې اکبر کاظمي دوه ځله، امید قنبري، حسین محمدي، مهدی نوروزي او رضا حسین‌پور هر یو، یو یو ځل د افغانستان ګولونه ترسره کړل. افغانستان د فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې دی او په راتلونکو دوو لوبو کې به د نړۍ د فوټسال د اتلانو، ارجنټاین او اوکراین، سره مخ شي.