د افغانستان د فوټسال ټیم اوکراین ته لوبه وبایلله

ترانه سپاهي

طرز پرس

31 سنبله 1403

460847215_842584831327962_3387895193878596337_n.jpg

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم اوکراین ته لوبه وبایلله، خو لا هم راتلونکې پړاو ته د وتلو چانس لري.
طرز پرس: د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې، نن د ۴-۱ پایلې سره اوکراین ته ماتې وخوړه. اوکراین د لوبې په لومړۍ پاڼه کې ښه وځلېد او په ۱۴مه دقیقې کې یې د پنالتي پرمټ د افغانستان دروازه خلاصه کړه او وروسته یې په اسانۍ سره دوهم ګول هم وواهه. په دې اساس د لوبې لومړی پاڼه د ۲-۰ په نتیجه د اوکراین په ګټه پای ته ورسېده.
د لوبې په دویمه پاڼه کې د افغانستان ټیم دفاعي حالت غوره کړ، خو په ۲۵مه دقیقې کې وکړای شو چې د مهران غلامي په نوښت د اوکراین دروازه خلاصه کړي. خو له دې وروسته، لوبه تر پایه د اوکراین په ګټه روانه وه او د اوکراین د فوټسال ټیم د خپلوو یرغلیزو توپ وهونکو پر مټ وتوانېد چې په ۳۶ - ۳۷مه دقیقو کې دوه نور ګولونه هم د افغانستان په دروازه ووهي او په دې اساس د ۴-۱ پایلې سره بریا خپله کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم سره له دې چې په دغه لوبه کې ماته وخوړه، خو لا هم راتلونکې پړاو ته د وتلو چانس لري او دا به راتلونکو سیالیو کې څرګنده شي چې د افغانستان ټیم په دغه نړیوال جام کې کوم موقعیت ته رسېدلی شي.