" >

نړۍ

ecf91731-268d-4c75-9f93-8013ff458f5f.jpg

فرانسه کې د ښځو پر وړاندې د دوامداره تاوتریخوالي پر ضد پراخ لاریونونه

په فرانسې کې زرګونو کسانو د ښځو پر وړاندې د ورستیو پرله پسې تاوتریخوالو پرضد لاریونونه ترسره کړل. دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره شوې چې پاریس په ورستیوکې د یوې وېروونکې ډله ییزې جنسي تېري د قضیې شاهد وو. په دې پېښه کې یو سړي خپله مېرمن بېهوښه کړې وه او ۵۱ ناپېژاندو سړیو ته یې اجازه ورکړې وه چې په خپل کور کې پرې جنسي تېری وکړي.
1679460055zqalz-33br93v-preview.jpg

چین د ګډوډې نړۍ پر وړاندې؛ ایا شي جین‌پینګ به له بحران څخه بریالی ووځي؟

په داسې حال کې چې د چین ولسمشر، شي جین‌پینګ، ټینګار کوي چې هېواد یې د نړیوالو ستونزو لپاره د ګډو ګټو حل‌لارې لټوي، خو د بلومبرګ خبري شبکې په نننۍ ګډوډې نړۍ کې د چین له ننګونو پرده پورته کړې ده او لیکلي دي چې د چین نړیوالې اړیکې لا ډېرې کړکېچن او بې‌ثباته شوې دي.
77777777777777.jpg

کیم جونګ اون امریکا د کړکېچ په زیاتولو تورنه او د اټومي جګړې د خطر په اړه یې خبرداری ورکړ

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، امریکا د پیونګیانګ پر وړاندې د «ورانوونکو او دښمنانه» سیاستونو مسؤله وبلله او اعلان یې وکړ چې د اټومي جګړې د پیل خطر هیڅکله تر دې اندازې جدي نه و.
F210606OF34-1024x640.jpg

بنیامین نتانیاهو: د عدالت نړیوالې محکمې حکم په رسمیت نه پېژنم

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د عدالت نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې په اړه، چې د ده او د څو نورو اسرائیلي چارواکو د نیولو غوښتنه یې کړې، غبرګون وښود او وویل چې دا محکمه په سیاسي وسیله بدله شوې ده او اسرائیل به یې حکم ونه مني.
russia-yars-missile-test-launch.jpg

روسیې د اوږد واټن ویشتونکي ستراټژیک توغندي په وسیله پر اوکراین برید کړی دی

رویټرز راپور ورکړی چې روسیې د خپل تر ټولو لوی ستراتیژیک توغندي په وسیله پر اوکراین برید کړی او د اوکراین ختیځ ښار «دنپیرو» کې یې یو شمېر بنسټیزې زیربناوې په نښه کړي دي.
_126295432_gettyimages-1242219229.jpg

پوتین د خپل هېواد د هستوي ستراټیژۍ د نوي کولو طرحه تصویب کړه

طرز پرس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او کیف ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په ترڅ کې نن د خپل هېواد د هستوي ستراټیژۍ د نوي کولو طرحه تصویب کړه.
OIP.jpg

اوکراین د امریکا د ستراټژيکو توغندیو پر مټ د روسیې خاوره په نښه کړې

طرز پرس: د روسیې چارواکو ادعا کړې چې اوکراین د امریکا د ستراټژیکو توغندیو په کارولو سره د روسیې ځینې سیمې په نښه کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه توغندي په کره ډول کومې ستراټژیکې سیمې په نښه کړي دي،
sputnik-8434523-preview.jpg

روسیې: له امريکايي توغندیو سره هر ډول برید ته سخت او دروند ځواب ورکوو

مسکو - طرز پرس: روسیې یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د دوی پر خاوره له امريکايي اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره هر ډول برید ته به سخت او دروند ځواب ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د سې شنبې په ورځ د لړم۲۹مه، په یوه خبري ناسته کې ويلي دي چې د احتمالي وضعیت په اړه یې اوکراین ته وار له مخه لازم خبرداری ورکړی دی.
1aRn8_Screenshot_2024-01-17_at_15.03.27.jpg

د بریتانیا دفاع وزیر: اوکراین ته د روسیې پر ضد زموږ د وسلو د کارولو په اړه، کومه تبصره نه لرو

لندن – طرز پرس: تر هغه وروسته چې امریکا لخوا اوکراین ته د روسیې پر ضد د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړل شوه، اوس په لندن کې چارواکي وايي چې اوکراین ته د ورته اجازې ورکولو په اړه کومه تبصره نه لري.
1656362259923.jpg

زیلینسکي: ډاډه یم چې ټرمپ به د اوکراین جګړه ډېر ژر ختمه کړي

اوکراین - طرز پرس: د اوکراین ولسمشر په یوه خبري بیان کې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې باور لري ټرمپ به د اوکراین جګړې ته ډېر ژر د پای ټکی کېږدي.