
د آلمان پلازمینه، برلین، نن جمعه د فبروري ۲۱مه نېټه د یو برید شاهد وو. د المان رسنیو راپور ورکړی چې شاوخوا ۶ بجې، یو هسپانوي سیلاني د چړو په برید کې سخت ټپی شوی دی.
امنیتي ځواکونه سیمې ته په بیړه ورسېدل او د پېښې ځای یې محاصره کړ؛ خو برید ګر له سیمې تښتېدلی او پولیسو ویلي چې د بریدګر د نیولو لپاره خپلې پلټنې پیل کړي دي. د الماني رسنیو د راپور له مخې لا تر اوسه بریدګر نه دی نیول شوی او داسې کومه نښه هم نه ده موندل شوې.
دغه پېښه په یوه داسې ځای کې رامنځته شوې چې د امریکا د سفارت او د هولوکاست د څلي په څېر په نړیواله کچه تاریخي او فرهنګي ارزښت لرونکی ځای دی. دغه سیمه تر ځانګړې امنیتي څارنې لاندې ده او په دې سیمه کې د داسې یو برید ترسره کېدل، یوځل بیا په المان کې د امنیتي پېښو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.