اسماء اسد: د بشار اسد ځینې پریکړې زما انتخاب نه وې

طرز پرس

29 دلو 1403

EwTrvt_W8AUgw10.jpeg

د سوریې د پړځېدلي ولسمشر بشار اسد مېرمنه، اسماء اسد، له اوږدې چوپتیا وروسته په «ایکس» کې یو پیغام خپور کړی، چې پکې په غیرمستقیم ډول د خپل مېړه له ځینو پریکړو سره خپل اختلاف څرګند کړی.

د «روسیا الیوم» ټلویزیوني شبکې د خبر پر بنسټ، اسماء اسد ویلي: «په تېرو کلونو کې مې د سیاسي مسایلو په اړه تل چوپتیا غوره کړې وه او په راتلونکي کې هم نه غواړم په دې برخه کې مداخله وکړم.» نوموړې همداراز ویلي: «هر څوک خپل مسیر لري، او ځینې لارې زما انتخاب نه وې.»

دا څرګندونې، چې په ښکاره ډول د بشار اسد له تګلارې سره د نوموړې فاصله ښیي، د ډېرو منتقدینو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي. ځینو منتقدینو پوښتنه کړې چې اسماء اسد ولې دا خبرې هغه وخت نه کولې، چې بشار اسد پر واک و؟ تر اوسه اسماء اسد د دې نیوکو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.