
د امریکا متحده ایالاتو او روسیې لوړپوړو چارواکو نن، د سهشنبې په ورځ د سلواغې۳۰مه، د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې سره ولیدل، ترڅو په دوه اړخیزو اړیکو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې و ارزوي.
دا غونډه د اوکراین د استازو له ګډون پرته ترسره شوه، چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تند غبرګون یې راوپاروه. زلنسکي ټینګار وکړ چې هیواد به یې هېڅ هغه موافقه ونه مني چې د اوکراین له مستقیم ګډون پرته ترسره شي.
په دې مذاکراتو کې، د امریکا پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، او د ولسمشر ځانګړي استازي استیو ویتکاف په مشرۍ ګډون درلود. د روسیې له خوا د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړیوالو چارو سلاکار یوري اوشاکوف برخه واخیسته. دا غونډه داسې مهال ترسره شوه چې ښايي په نږدې راتلونکي کې د دونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ مستقیمه کتنه هم وشي.
په ورته وخت کې، د اروپا مشرانو په پاریس کې غونډه وکړه، ترڅو د سولې په مذاکراتو کې خپل رول و ارزوي او د دفاعي بودیجې د لوړولو په اړه بحث وکړي. هغوی ټینګار وکړ چې اوکراین او اروپايي اتحادیه باید د هر ډول موافقې برخه وي.
ظاهراً دا غونډه د متحده ایالاتو د دریځ بدلون ښیي، چې د اوکراین او د اروپايي متحدینو اندیښنې یې پارولي دي.