
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد د وسلوالو ځواکونو د تلفاتو رسمي شمېره اعلان کړه. د هغه په وینا، له هغه راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، ۴۳ زره اوکرایني سرتیري وژل شوي او ۳۷۰ زره نور ټپیان شوي دي.
اوکرايني رسنیو د زلینسکي په حواله لیکلي چې د ټپي شویو سرتیرو نیمايي برخه له درملنې وروسته بېرته جګړې ته ستانه شوې دي. نوموړي د روسي پوځ د تلفاتو شمېره هم یاده کړې او ادعا یې کړې چې د جګړې له پیل راهیسې تر ۷۵۰ زره پورې روسي سرتیري وژل شوي او ټپیان شوي دي. د ښاغلي زلینسکي د وړاندې شوې شمېرې له مخې، ۱۹۸ زره روسي عسکر وژل شوي او له ۵۵۰ زرو څخه ډېر ټپیان شوي دي.
دا شمېره په داسې حال کې خپریږي چې لا هم په اوکراین کې جګړه دوام لري او دواړه خواوې درانه تلفات ګالي. د اوکراین له لوري د دغو ارقامو اعلان، د جګړې د وضعیت په اړه د رونټیا څرګندونه او په عین وخت کې، لویدیځو متحدینو ته د ملاتړ د اړتیا پیغام ګڼل کېږي.
روسي چارواکو تر دې دمه د دې شمېرو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو کرملین مخکې هم د اوکراین او لویدیځو هېوادونو له لوري وړاندې شوې شمېرې رد کړې وې.