له زلینسکي څخه د ټرمپ د نیوکو پر وړاندې د المان او بریتانیا ټینګ ملاتړ

طرز پرس

2 حوت 1403

OIP.jpeg

تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست، د آلمان او بریتانیا مشرانو د اوکراین له ولسمشر څخه په کلکه خپل ملاتړ اعلان کړل.

د بریتانیا لومړي وزیر، کی‌یر استارمر، د چهارشنبې په ماښام له زلنسکي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې هغه د اوکراین قانوني او منتخب مشر دی. د بریتانیا د حکومت اعلامیه وايي: «لومړي وزیر زلنسکي ته ډاډ ورکړی چې بریتانیا یې ملاتړ ته ژمنه ده، او څرګنده کړې چې د جګړې پر مهال انتخابات ترسره کول ناشوني دي.»

په ورته وخت کې، د آلمان صدراعظم، اولاف شولز، هم د ټرمپ د نیوکو په غبرګون کې، په ټولنیزې شبکې "ایکس" کې لیکلي: «اوکراین نږدې درې کاله کېږي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت کوي. د زلنسکي مشروعیت تر سوال لاندې راوستل نه یوازې غلط، بلکې خطرناک هم دي.»

اروپايي مشران اندېښنه لري چې د زلنسکي د موقف کمزوری کول به د اوکراین دریځ د روسیې پر وړاندې لا پسې کمزوری کړي. له همدې امله، استارمر او شولز د لویدیځ یووالي ته د اړتیا پر ټینګار سره، ژمنه کړې چې د اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکوي.