د اوکراین ولسمشر: د روسیې او اوکراین ترمنځ د اماراتو منځګړتوب د پام وړ اغېزې لري

طرز پرس

29 دلو 1403

Gj_F467WkAAXenc.jpeg

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکی، د متحده عربي اماراتو له رئیس محمد بن زاید آل نهیان سره په ابو ظبي کې ولیدل. هغه د خپل سفر په اړه وویل چې د اوکرایني اسیرانو بیرته راوستلو موضوع له مهمو بحثونو څخه وه او د اماراتو د منځګړیتوب له لارې یې ډېر اسیران ازاد شوي دي.

زلنسکي همداراز د اوکراین او اماراتو ترمنځ د اقتصادي تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه سند به اوکرایني محصولات ته د اماراتو بازار ته اسانه لاسرسی برابر کړي. زلنسکي زیاته کړه چې د دې تړون له مخې، اوکرایني شرکتونه کولی شي خپل محصولات پرته له کومې پیچلې پروسې په اماراتو کې وړاندې کړي.

زلنسکي په پای کې ټینګار وکړ چې د اوکراین او اماراتو ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او سیمه‌ایز ثبات پیاوړي کوي.