د ټرمپ په ګډون یوه ایرانۍ ډرون الوتکه واشنګتن کې نندارې ته وړاندې کیږي

طرز پرس

2 حوت 1403

یوه ایرانۍ شاهد-۱۳۶ انتحاري ډرون الوتکه چې د اوکرایني ځواکونو له خوا د روسیې پر ضد جګړه کې نسکور شوې، امریکا ته لېږدول شوې او ټاکل شوې چې په واشنګټن کې د محافظه‌کارانو کنفرانس (CPAC) کې نندارې ته وړاندې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، هم غواړي په دې کنفرانس کې وینا وکړي او د هغه وینا ممکن د ایران او روسیې لپاره ځانګړي سیاسي پیغامونه ولري.

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دغه ډرون د ایران د مستقیمې مداخلې نښه ګڼل کیږي او سه‌شنبه په یوه C-130 پولنډي الوتکه کې د اندروز نظامي اډې کې میرلنډ ته ورسید.