
نن، د یکشنبې ورځ، د فبرورۍ ۲۳مه چې د کب ۵مې سره سمون لري، په آلمان کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي. په دې ټاکنو کې شاوخوا ۵۹ میلیونه وګړي رایه ورکولو ته بلل شوي، تر څو خپل مطلوب ګوند او استازي وټاکي. له دې ډلې ۲.۳ میلیونه ځوانان د لومړي ځل لپاره د رایې ورکولو حق ترلاسه کوي.
همداراز، ۲۰۰ زره آلماني وګړي چې له هېواده بهر اوسېږي، هم د رایې ورکولو حق لري، خو د دوی یو شمېر وګړو ته د رایې پاڼو د رسېدو ځنډ له کبله ونهشو کولای رایه ورکړي.
د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، د مسیحي دموکرات اتحاد (CDU) د رایو له ۳۰٪ سره مخکښ دی، د آلمان بدیل ګوند (AfD) د ۲۰٪ رایو سره دوهم ځای لري، د اولاف شولز په مشرۍ سوسیال دموکرات ګوند (SPD) ۱۶٪ او د رابرت هابک په مشرۍ زرغون ګوند (Greens) ۱۳٪ رایې خپل کړي.
د نظرپوښتنو پایلې ښیي، چې په آلمان کې هیڅ ګوند مطلق اکثریت نه شي ترلاسه کولی او امکان لري چې ائتلافي حکومت رامنځته شي، چې د ټاکنو له پایلو وروسته به دا موضوع لا روښانه شي.
د د ټاکنیزو قوانینو د وروستیو اصلاحاتو له مخې، د آلمان د پارلمان (بوندستاګ) د څوکۍ شمېر له ۷۳۰ څخه ۶۳۰ ته راکم شوی، چې موخه یې د لګښتونو کمښت او د پارلمان موثریت زیاتول دي.
د رایې ورکولو مرکزونه د سهار ۸ بجې څخه تر ماښام ۶ بجو پورې خلاص دي، او د رایې ورکولو له پای ته رسېدو سره سم به د رایو شمېرنه پیل شي.