د اروپايي مشرانو بېړنۍ غونډه؛ د آلمان صدراعظم وايي اروپا باید قوي او خپلواک وي

طرز پرس

29 دلو 1403

Chancellor-Candidates-Meet-For-2nd-Triell-Televised-Debate-2.jpg

د آلمان صدراعظم اولاف شولز د دوشنبې په ورځ وویل چې اروپا باید د خپلواکۍ او یووالي پر لور حرکت وکړي. دغه څرګندونې په پاریس کې د اروپايي مشرانو تر بېړنۍ غونډې مخکې مطرح شوې دي.

د دې غونډې موخه د امریکا د هغه یو اړخیز دریځ بدلون ته ځواب ویل دي، چې ویل کیږي د اوکراین د برخلیک په اړه له اروپا سره د خبرو او سلا مشورو لپاره کومه لېوالتیا نه ده ښودلې.

په دې ناسته کې به د فرانسې، بریتانیا، ډنمارک، پولنډ، ایټالیا، هسپانیا او هالنډ مشران، د ناټو او اروپايي ټولنې لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي او د اوکراین جګړې پر وړاندې د امریکا د نوي دریځ او د اروپا امنیتي اندېښنو په اړه به پکې بحث وشي.

په ورته وخت کې، د بریتانیا صدراعظم کی‌یر استارمر ویلي چې هېواد یې چمتو دی د اروپا د دفاعي هڅو مشري وکړي. نوموړي له آلمان او فرانسې غوښتي چې د خپلو دفاعي لګښتونو کچه لوړه کړي، ترڅو اروپا وکولای شي د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې پیاوړی دریځ خپل کړي.