په کابل کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډه ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وشو چې طالبان باید پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ «یوناما» مشرې، روزا اوتونبایوا، په دې ناسته کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو محدودیتونه د زدهکړو، کار او روغتیایي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي مخه نیسي او دا به د افغان ټولنې لپاره جدي او اوږدمهاله پایلې ولري.