
یوې هکري ډلې تازه پر طالبانو سایبري برید کړی او د دې ډلې اړوند د ۲۱ وزارتونو او خپلواکو ادارو محرم اسنادونه یې افشا کړي دي. په افشا شویو اسنادونو کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله یو شمېر مهم احکام هم شامل دي چې تر اوسه له خلکو پټ ساتل شوي وو.
دغه اسناد، چې اداري معلومات، رسمي احکام، دولتي مکتوبات او حساس امنیتي معلومات پکې شامل دي، د «طالب لیکس» په نوم په یوه ویبسایت کې خپاره شوي دي.
په دغو اسنادو کې د ملا هبتالله هغه پټ احکام هم لیدل کیږي، چې د افغانستان د خلکو او د پخواني جمهوري نظام د کارکوونکو پر وړاندې صادر شوي.
د افشا شویو اسنادونو پر بنسټ، ملا هیبتالله په یو حکم کې د پخواني جمهوري نظام لږ تر لږه ۸۲۰۰ کارکوونکي ممنوع الخروج کړي او ظاهراً لیدل کیږي چې دغو کارکوونکو ته بېلابېلې دوسیې جوړې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي، ټول عفوه شوي او د جرمي سابقې له کبله څوک نه محاکمه کیږي.
همداراز، د ملاهیبت الله په یو بل محرم حکم کې طالبانو ته امر شوی، چې هېڅ افغان باید د ده له اجازې پرته د لوړو زده کړو لپاره بهر ته ولاړ نه شي. دا د ملا هیبت الله هغه بېساري احکام دي چې تر اوسه له افغانانو پټ ساتل شوي وو.
په افشا شویو اسنادونو کې د طالبانو د "امر بالمعروف" وزارت د چارواکو له سرغړونو او خپل سریو زورزیاتیو هم پرده پورته شوې ده. د اسنادونو پر بنسټ، د دې وزارت یوه غړي د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې شخصي زندان درلود او خلک یې په خپل سر محاکمه کول. اسناد ښيي چې په جوزجان کې یو ځوان د امر بالمعروف د همدې غړي د زورزیاتيو له کبله ځان وژنه کړې ده.
دغه راز په افشا شویو اسنادو کې د طالبانو د حکومت د مالي او اداري چارو فساد هم بربنډ شوی دی. د اسنادونو پر بنسټ، طالبانو د دولتي امکاناتو او بودیجې په وېش کې عدالت نه دی مراعت کړی.
اسنادونه په ډاګه کوي چې د طالبانو یوازې د زراعت وزارت د عشر او زکاتو ریاست ۱۲۰۰ کارکوونکي لري. د اسنادونو پر بنسټ په لغمان کې د طالبانو د امر او بالمعروف کارکوونکي هر یو لږ تر لږه ۲۰ زره افغانۍ معاش اخلي.
د افشا شويو اسنادونو پر بنسټ همداراز ۱۸ زره افغانان د طالبانو په زندانونو کې دي او له دې جملې ۱۳۷۰ ښځې دي. اسنادونه داهم په ډاګه کړي دي چې د طالبانو په زندانونو کې د شپږو ښځو په ګډون، ۶۹ بهرنيان هم شته.
د زندانونو په اړه د طالب لیکس لهخوا خپاره شوي اسناد د ۱۴۰۲ لمریز کال معلومات په ګوته کوي او تر اوسه ښایې په دغه شمېر کې تغییرات راغلي وي.
د طالب لیکس په نوم دې ویبسایت چلوونکو او هغه هکرانو هویت لا هم نه دی څرګند، چې دا معلومات یې ترلاسه کړي دي او تراوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.