
په کابل کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډه ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وشو چې طالبان باید پر ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ «یوناما» مشرې، روزا اوتونبایوا، په دې ناسته کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو محدودیتونه د زدهکړو، کار او روغتیایي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي مخه نیسي او دا به د افغان ټولنې لپاره جدي او اوږدمهاله پایلې ولري.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې نړیواله ټولنه لا هم پر طالبانو خپل دیپلوماتیک فشارونه ساتلي دي. له دې مخکې، د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «ښځو لپاره تر ټولو ځپونکی هېواد» بللی و او له دې ډلې یې غوښتي وو چې ژر تر ژره د ښځو پر ضد لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي.
د اسلامي همکاریو سازمان هم پر دې ټینګار کړی چې د ښځو حقونه باید د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خوندي شي. دې سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې ښځو ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي او د بشري حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
په داسې حال کې چې طالبانو تر اوسه نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، خو د بشري حقونو سازمانونو او نړیوال فشارونه لا هم دوام لري. تر اوسه معلومه نه ده چې آیا دا اقدامات به طالبان دې ته اړ کړي چې خپلې پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي او که نه.