د دوبلین د هوکړې پر دوام ټینګار؛ المان تازه اووه کډوال بلغاریا ته شړلي دي

صمیم بارکزی

طرز پرس

24 دلو 1403

161834.jpg

د آلمان چارواکو پرون (سه‌شنبه، د سلواغې ۲۳مه) اعلان وکړ چې اووه کډوال، چې درې افغانان او څلور سوریایان پکې شامل دي، د نوردراین-وستفالن ایالت څخه بلغاریا ته شړل شوي دي. دا اقدام د دوبلین هوکړه‌لیک پر بنسټ ترسره شوی، چې له مخې یې هغه کډوال چې د اروپايي اتحادیې غړي هېواد ته د لومړي ځل لپاره داخل شوي، باید د هماغه هېواد څخه د پناه غوښتنه وکړي.

د آلمانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، درې افغان کډوال له دې وړاندې د پولیسو لخوا نیول شوي وو، خو د دوی هیڅ جرمي سابقه نه وه. سره له دې، د اروپايي اتحادیې د قوانینو له مخې، د بلغاریا له لارې اروپا ته ننوتل د دوی د شړلو اساسي دلیل بلل شوی.

آلمان په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د شړلو بهیر چټک کړی، او د نوو پالیسیو له مخې، هغه کډوال چې د اروپايي اتحادیې په لومړي هېواد کې ثبت شوي وي، اړ دي چې هماغه هېواد ته بېرته واستول شي. دا پالیسي په ځانګړې توګه د بلغاریا او یونان په څېر هېوادونو ته د کډوالو د ستنولو په برخه کې جدي پلي کېږي، ځکه چې ډېر کډوال د همدې هېوادونو له لارې اروپا ته داخلیږي.

په ورته وخت کې، د آلمان د کډوالو په وړاندې سخت دریځ د بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو بشري حقونو سازمانونو د بلغاریا په څېر هېوادونو کې د کډوالو خراب وضعیت غندلی او هغوی ته بېرته استول یې غیرانساني بللي دي.

له دې ټولو سره سره، د آلمان چارواکي ټینګار کوي چې د دوبلین هوکړه‌لیک پلي کېدل به دوام لري او هغه کډوال چې د آلمان د پناه غوښتنې قانوني شرایط نه پوره کوي، بېرته د اروپايي اتحادیې لومړي هېواد ته ستنول کېږي.