په داسې حال کې چې پرون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خبریالانو ملي ورځ ولمانځل شوه، خو په افغانستان کې د مطبوعاتو وضعیت له سختو محدودیتونو سره مخ دی. له هغه وخت راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، خبریالان له سیستماتیکو فشارونو، خپلسرو نیونو او سانسور سره مخ دي.