د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم د ملا هبت الله د منتقدینو په ډله کې ور ګډ شو

آصف ندیم

طرز پرس

27 دلو 1403

د ملا هبت الله پرضد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزي تر سختو څرګندونو وروسته، اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم د هبت الله د منتقدینو په ډله کې ور ګډ شوی او د نوموړي سیاسي تګلاره یې غندلې چې ویل کیږي د هېواد د ملي ګټو په زیان ده.

متقي، چې په یوه دیني مدرسه کې وینا کوله، د طالبانو د مشرتابه ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته اشاره وکړه، خو د دې ډلې د مشر نوم یې وا نه خیست. نوموړي وویل: «ټول باید درسره وساتې، هېڅوک باید له تا خپه نه‌شي، هېڅوک باید له تا ونه‌تښتي. ولې باید څوک تېښته وکړي؟ هغه کس چې ستا له ډلې وي، ولې باید تېښته وکړي؟»

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې تر دې مخکې عباس ستانکزي د هبت‌الله اخندزاده د سیاسي تګلارو پرضد څرګندونې وکړې او وروسته بیا مجبور شو  چې له افغانستان څخه دوبۍ ته وتښتي.

متقي په خپلو خبرو کې زیاته کړه:«هغه کسان چې تجربه لري او نظام پېژني، باید ونه شړل شي، بلکې باید له وړتیاوو یې ګټه واخیستل شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې د دې ډلې د مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، پر سیاستونو مستقیمه نیوکه ګڼل کېږي. تر دې مخکې عباس ستانکزي ویلي وو، د ملا هبت‌الله تګلارې «د هېواد په زیان دي» او طالبان «نه‌شي کولای چې ستا لپاره هېواد وران کړي.»

په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړي غړي د دې ډلې د مشرتابه پر پریکړو نیوکې کوي، چې دا د طالبانو د داخلي اختلافاتو څرګند ثبوت دی. دا حالت ممکن د طالبانو پر سیاسي راتلونکي او داخلي یووالي منفي اغېز ولري او د دې ډلې مشرتابه ته نوي چلینجونه پیدا کړي.