
د طالبانو د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو درې اوونیو کې ۴۴ تنه، چې شپږ یې ښځې دي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو ټکول شوي دي. په همدې موده کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو، ۱۸ نور کسان هم نیولي دي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، د قندوز ولایت د قلعهذال ولسوالۍ دوه اوسېدونکي نن د ۱۵ درو په وهلو او اتو میاشتو تنفیذي بند محکوم شوي دي او دا سزا نن، دوشنبه (د سلواغې ۲۲مه) عملي شوې ده. همداراز، د طالبانو د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستیو ورځو کې، اووه تنه د قندوز، ارزګان او غزني په ولایتونو کې د زنا او نورو تورونو په تړاو په عام محضر کې په درو ټکول شوي دي.
په ارزګان ولایت کې هم درې تنه د قتل، لواطت او نامشروع اړیکو په جرم محاکمه شوي، او د طالبانو د سترې محکمې له تأیید وروسته، د هغوی سزا هم عملي شوې ده. د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، له دې کسانو یو تن د یو کال بند او ۳۹ درو، بل یې د یو کال او شپږو میاشتو بند او ۳۰ درو، او درېیم یې د شپږو میاشتو بند او ۳۹ درو سزا ترلاسه کړې ده. په غزني ولایت کې هم دوه نور کسان د نامشروع اړیکو په تور، هر یو د درې کالو او شپږو میاشتو بند او ۳۹ درو وهلو ته محکوم شوي دي.
دا اقدامات په داسې حال ترسره کیږي چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په عام محضر کې د افغانانو ټکول د بشري حقونو د کنوانسیونو خلاف بولي او ټینګار کوي چې طالبان باید بشري ارزښتونو ته درناوی وکړي.