له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ادغام په برخه کې د پاکستان او چین ګډې هڅې

حمیرا موسوي

طرز پرس

19 دلو 1403

63592215a310fd2beca926ec.jpeg

چین او پاکستان موافقه کړې چې د افغانستان د ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته ادغام په برخه کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبر تایید کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا هوکړه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو استازیتوب کوي چې غواړي په افغانستان کې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې دا هېواد بیا نړیوالې ټولنې سره یوځای شي. 

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، چین او پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې چمتو دي د سولې مذاکراتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. خو په راپور کې دا نه ده څرګنده شوې چې طالبان به مشخصاً له کومو ډلو سره مذاکراتو ته اړ وي.

چین او پاکستان همداراز موافقه کړې چې د تروریزم او سخت دریځۍ پر ضد به خپلې همکارۍ زیاتې کړي، ترڅو د ناامنیو د پراخېدو مخه ونیسي او د سیمې ګاونډي هېوادونه له ګواښونو خوندي پاتې شي.

ایکسپریس ټریبیون زیاتوي چې دواړه هېوادونه پلان لري په افغانستان کې د سړکونو، پلونو او د انرژۍ د تاسیساتو د جوړولو په څېر پراختیایي پروژو کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې ډېرې ترینګلې شوې دي. د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مرګونو بریدونو د زیاتوالي په غبرګون کې، پاکستان د افغانستان پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه ترسره کړل او له امله یې د طالبانو او پاکستان اړیکې نورې هم خرابې شوې.

طالبانو ادعا کړې چې د پاکستاني الوتکو په دې هوايي بریدونو کې ۴۶ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. تر دې برید دوه ورځې وروسته، طالبانو هم د ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه له پاکستاني ځواکونو سره ونښتل او د راپورونو له مخې، ۱۸ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

طالبان تل دا تورونه ردوي چې ګواکي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي، خو پاکستان ټینګار کوي چې دا ډله د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد فعالیت کوي.