
په ونه لوړه د سوریې د موقت ولسمشر احمد شرع مېرمنه لطیفه دروبي، په عام محضر کې له څرګندېدو سره په ټولنیزو پاڼو کې د خلکو پام ځانته اړولی دی. نوموړې د یوه داسې سړي مېرمنه ده چې د القاعدې مخکښ غړی وو، خو اغلې دروبي د خپل خاوند د مذهبي عقایدو خلاف، پرېکړه کړې چې په عام محضر او د رسنیو په حضور کې راڅرګنده شي.
لطیفه په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د سوریې په حمص ښار کې زېږېدلې او د عربی ژبې ادبیاتو په برخه کې د ماسترۍ ترکچې یې زده کړې کړي دي. احمد شرع په لومړي ځل د سوریې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپلې مېرمنې سره څرګند شو او د یوې مېلمستیا په ترڅ کې یې خپله مېرمنه خلکو ته وپېژندله. ښاغلي شرع هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې دی څو نورې مېرمنې هم لري.
څو ورځې مخکې د همدې جوړې انځورونه په مکې کې خپرې شوې چې لطیفه له خپل خاوند سره د عمرې په مراسمو کې ښکاره کوي. خو اوس تازه په انقره کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له مېرمنې امنه اردوغان سره یې لیدنه په ټولنیزو پاڼو کې د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی دی. د ترکیې ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې دواړو لومړیو مېرمنو د سوریې د ښځو، تعلیم او د هېواد راتلونکې په اړه خبرې وکړې.
د سوریې د انتقالي دولت له ولسمشر احمد شرع سره په دې سفرونو کې د لطیفې دروبي برخه اخیستل، دا پیغام لېږدوي چې احمد شرع د ښځو حقونو ته پوره درناوی لري او په سوریه کې د ښځو د نقش زیاتولو ته ژمن دی. اوس دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې آیا لطیفه دروبي یوازې د ولسمشرې مېرمنې په نقش کې پاتې کیږي، یا د سوریې په سیاست کې غواړي یو نوی فصل پرانیزي.؟