
بریتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده نور نشي کولای د دې ډلې دننه یووالي وساتي. هغه اختلافات چې مخکې د پردې ترشا روان وو، اوس ښکاره شوي او داسې یوې مرحلې ته رسېدلي چې د طالبانو واکمني له دننه کمزورې کولی شي.
د ټیلیګراف د راپور له مخې، چې نن یکشنبه د فبرورۍ ۱۶مه خپور شوی، سراجالدین حقاني، ملا یعقوب، او عباس ستانکزی له هغو چارواکو څخه دي چې د هبتالله د تګلارو پر ضد درېدلي دي. دا مشران غواړي چې د ښځو په اړه د طالبانو سیاستونه نرم شي او له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته دوام ورکړي. ټیلیګراف لیکلي، سراجالدین حقاني، چې د طالبانو په منځ کې پراخ نفوذ لري، کولی شي د ملا هبتالله اخندزاده مشرۍ ته یو جدي چلنج جوړ کړي.
ټیلیګراف د طالبانو د مشرانو ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته اشاره کړې او د دې ډلې د ویاند ذبیحالله مجاهد وروستۍ څرګندونې یې راخیستي. ښاغلي مجاهد څو ورځې وړاندې د ایکس په سپېس کې د طالبانو د رهبرۍ په کچه اختلافات تأیید کړي وو.
د ټلګراف ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي، د ملا هبتالله له پالیسیو جدي انتقاد کړی. نوموړي پر ښځو لګول شوي محدودیتونه «ناعادلانه او غیرشرعي» بللي او په خوست کې یې په یوه وینا کې ویلي:
«موږ پر ۲۰ میلیونه خلکو ظلم کوو، د دې کار هیڅ دلیل نشته. د پیغمبر اسلام (ص) په زمانه کې د علم دروازې د ښځو او سړیو دواړو لپاره پرانیستې وې.»
د دغو انتقادونو له امله، ملا هبتالله د ستانکزي د نیولو امر ورکړ، خو نوموړی د حکم تر عملي کېدو مخکې متحده عربي اماراتو ته وتښتېد او ادعا یې وکړه چې د یو ډول کووېډ ته ورته ناروغۍ درملنې لپاره تللی دی.
ټیلیګراف په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د جنورۍ په میاشت کې دوبۍ او ریاض ته سفر وکړ او تر اوسه افغانستان ته نهدی ستون شوی. بل لور ته، د طالبانو د دفاع وزیر او د ملا عمر زوی ملا یعقوب، د ښځو پر ضد د هبتالله سخت دریځ او د قدرت ټول تمرکز قندهار ته د انتقالولو سیاست ته ناراضایتي ښودلې.
ورځپاڼه زیاتوي، ملا هبتالله اوس په کابل هوایي ډګر کې ځواکونه ځای پر ځای کړي، تر څو د لوړپوړو چارواکو د تېښتې مخه ونیسي. دا اقدام ښیي چې هغه د خپل شاوخوا کسانو سره شدید بېاعتماده دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو دننه اختلافونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي، راپورونه ښيي چې ممکن د داخلي مخالفینو تصفیهیي عملیات پیل شي.
ټیلیګراف لیکي، چې د تېر ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د مهاجرینو وزیر او د حقاني شبکې مهم مشر خلیل الرحمن حقاني، په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو. ورځپاڼه ادعا کوي چې نوموړی پټ د نجونو د زدهکړو ملاتړ کاوه او مړینه یې ښايي د طالبانو د داخلي شخړو یوه برخه وي.
د طالبانو ځینې چارواکي، چې له ټیلیګراف سره یې خبرې کړې، منلي چې د دې ډلې اوسنی سیاست «یوازې د ښځو پر کنټرول متمرکز دی» او ځینې پرېکړې یې «هیڅ منطقي نه لري.»
ټیلیګراف د کابل د یو اوسېدونکي له خولې لیکي:
«طالبان تل هڅه کوي چې ځان د یو واحد ځواک په توګه وښيي، خو اوس په کابل کې موټرونه لیدل کېږي چې د سراجالدین حقاني عکسونه او د "حقاني شبکه" شعارونه لري. دا یو ښکاره پیغام دی: هغوی نور نه غواړي د قندهار له امرونو پیروي وکړي.»
دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی، چې د طالبانو دننه اختلافات د دې ډلې له بیا واک ته رسېدو راهیسې بېسارې لوړې کچې ته رسېدلي. همداراز، د امریکا د مالي مرستو له ځنډېدو او د افغانستان د اقتصادي بحران له شدت سره، د طالبانو د احتمالي سقوط وړاندوینې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.