
امریکا او هند د سوداګرۍ، امنیت او ټکنالوژۍ په برخو کې ګډې ګټې لري، خو د تعرفو، سوداګریزو سیاستونو او جیوپولیټیکي ملاحظاتو په اړه اختلافات د هر اړخیز هوکړې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د هند د صدراعظم، نریندرا مودي وروستی ملاقات یو ځل بیا دا واقعیت روښانه کړ چې واشنګټن او نوی ډیلي د خپلو ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا لري، خو د یوې دوامدارې هوکړې پر مخ لا هم ډېرې ننګونې پرتې دي.
له سوداګرۍ تر امنیته؛ د خبرو اترو اصلي محورونه
دواړو مشرانو د اقتصادي اړیکو پراخولو، دفاعي همکاریو، د انرژۍ تبادلې زیاتوالي او د ټکنالوژۍ په برخه کې د اړیکو پیاوړي کولو باندې تمرکز وکړ. که څه هم دا خبرې اترې د همکاریو زمینه برابروي، خو لا هم لویې ستونزې موجودې دي.
یو له مهمو موضوعاتو څخه د سوداګریزو تعرفو کمول وو. ټرمپ د هند سوداګریز سیاستونه "ناعادلانه" وبلل او غوښتنه یې وکړه چې هندي بازار ته د امریکایي محصولاتو د لاسرسي خنډونه کم شي. له بلې خوا، هند هم د امریکا له لوري د هندي محصولاتو پر ضد وضع شوي تعرفو ته اندېښنه درلوده. که څه هم دواړو لوریو د سوداګریزو خنډونو کمولو په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي د، خو دا لا روښانه نه ده چې ایا دا مذاکرات به د تعرفو په تګلارو کې د اساسي بدلون لامل شي او که نه.
د انرژۍ تبادله؛ د هند د تعلقیت کمښت
هند، د انرژۍ په برخه کې د نړۍ له سترو مصرفوونکو هیوادونو څخه دی او هڅه کوي د نفتو او ګازو د تأمین سرچینې پراخې کړي او د منځني ختیځ او روسیې په څېر دودیزو عرضه کوونکو څخه خپله اړتیا کمه کړي. امریکا او هند هوکړه وکړه چې د امریکا له لوري هند ته د نفتو او طبیعي ګازو صادرات زیات شي. دا هوکړه دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې لري: امریکا یو لوی بازار ترلاسه کوي او هند د انرژۍ باثباته سرچینې مومي.
دفاعي همکاري؛ د پرمختللو جنګي الوتکو معامله
د دفاعي همکاریو پراخول د دې مذاکراتو له مهمو محورونو څخه و. امریکا هند ته د پنځم نسل "اف-۳۵" جنګي الوتکو د خرڅلاو وړاندیز وکړ. هند د خپلو هوایي ځواکونو د عصري کولو او له روسیې څخه د خپل نظامي تجهیزاتو د وابستګۍ کمولو ته لیواله دی، خو هندي چارواکو ویلي چې دا معامله لا تر ارزونې لاندې ده او رسمي پروسه یې نه ده پیل شوې.
د ټکنالوژۍ او سولهییزې اټمي انرژۍ همکاری
امریکا او هند همداراز هوکړه وکړه چې د پرمختللې ټکنالوژۍ، ډیجیټلي زیربناوو، مصنوعي زیرکتیا (AI) او سولهییزې اټمي انرژۍ په برخو کې خپل همکاری زیات کړي. هند خپل داخلي قوانین اصلاح کوي ترڅو د امریکا له ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستنې زمینه برابره کړي او دا کار به په هند کې د نوو اټمي بټیو د جوړیدو لامل شي. دا همکاری نه یوازې د انرژۍ د دوامدار تأمین ضمانت کولی شي، بلکې دواړو هیوادونو لپاره اقتصادي ګټې هم لري.
امنیت او د ترورېزم ضد مبارزه؛ د جنوبي آسیا رول
په اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره، امنیت او د ترورېزم ضد مبارزه هم د دې مذاکراتو مهم بحثونه وو. امریکا او هند هوکړه وکړه چې د امنیتي همکاریو د پراخولو ترڅنګ به د ترورېزم ضد معلومات هم تبادله کوي. دا همکاری، په ځانګړي ډول د جنوبي آسیا په کچه، د افراطي ډلو د مخنیوي لپاره مهم رول لوبولی شي.
تړون که دوامداره سوداګریزې لانجې؟
سره له دې چې دواړو هیوادونو د همکاریو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې، خو سوداګریز اختلافات لا هم لویه ننګونه ده. ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې پر هغو هیوادونو د تعرفو فشار زیاتیږي چې د امریکایي محصولاتو پر ضد تعرفې وضع کوي. دا پالیسي هند ته هم متوجه کیږي او د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ سوداګریز تاوتریخوالی زیاتولی شي.
د امریکا او هند راتلونکی؛ همکاري که سیالي؟
د امریکا او هند اړیکې اوس حساس پړاو ته رسېدلي دي. له یوې خوا، د انرژۍ، ټکنالوژۍ او دفاعي همکارۍ پراخیدل د دواړو هیوادونو اړیکې پیاوړې کولی شي. له بلې خوا، سوداګریز اختلافات او تعرفې لا هم د خنډونو په توګه مطرح دي. د دې مذاکراتو نتیجه نه یوازې د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکې اغېزمنوي، بلکې د نړیوال سوداګریز نظم پر بڼه هم مستقیمه اغېزه لري. اوس پوښتنه دا ده: ایا نوی ډیلي او واشنګټن به وتوانیږي چې پر دې ننګونو بریالي شي او یوه باثباته هوکړه ترلاسه کړي؟ د دې پوښتنې ځواب به د دې ستراتیژیکې ملګرتیا راتلونکی مسیر وټاکي.