
تر هغه یو ورځ وروسته چې یو افغان کډوال د آلمان په مونیخ ښار کې له خپل موټر سره پر خلکو برید وکړ، د آلمان ولسمشر فرانک والتر اشتاینمایر نن «جمعه، د سلواغې ۲۶مه» د پېښې ځای ته ولاړ او د قربانیانو یاد یې تازه کړ.
په همدې حال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا برید غندلی دی. نوموړي په ایکس پاڼه کې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی. کرزي د آلمان له خلکو د سوکالۍ او روغتیا هیله کړې او د افغانستان په اړه د آلمان له ثابت ملاتړ څخه یې مننه کړې ده.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۲۴ کلن افغان کډوال، فرهاد نوري، په قصدي ډول خپل موټر د هغو کسانو پر لور وچلاوه چې د «وردي» د کارګرانو اتحادیې په مظاهره کې یې ګډون کړی و. د دې برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان شول، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د بایرن پولیسو ویلي، دغه کس له پولیسو څخه د تېښتې هڅه وکړه، خو وروسته یې سرعت زیات کړ او مظاهرهچیانو په منځ کې نیغ په نیغه ورننووت. اوس نوموړی په د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
فرهاد نوري په ۲۰۱۶ کال کې، د یو نابالغ کس په توګه، آلمان ته تللی و. په ۲۰۲۰ کال کې د نوموړي د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو د افغانستان د امنیتي شرایطو او د طالبانو د واکمنۍ له امله یې شړل ځنډېدلي و. د پولیسو په وینا، هغه کوچني جرمونه، لکه غلا او د نشهیي توکو سره تړلې سرغړونې لرلې، خو لا تر اوسه د افراطي ډلو سره د اړیکو هیڅ نښه د نوموړي په دوسیه کې نه ده ثبت شوې.
دا برید د آلمان د فدرالي ټاکنو د کمپاین په وروستیو ورځو کې ترسره شوی او ټاکل شوې د فبرورۍ پر ۲۳مه به ټاکنې ترسره شي. دا برید د مهاجرت او عامه امنیت په اړه سیاسي بحثونه لاپسې تود کړی دی. د مسیحي دموکرات ګوند مشر فریدریش مرز او د آلمان د بدیل (AfD) ښي اړخي ګوند د مهاجرتي قوانینو د لا سختولو غوښتنه کړې ده.
د آلمان صدراعظم اولاف شولتس د دې برید له غندلو سره ویلي چې حکومت یې د هغو مجرمو کډوالو د ایستلو هڅې زیاتې کړې دي، چې د محکمو لخوا مجرم پېژندل شوي دي او دا بهیر به دوام ولري. دا د تېرو درې میاشتو په موده کې په آلمان کې د کډوالو لخوا ترسره شوی دریم برید دی، چې د دې هېواد د کډوالۍ پالیسۍ او عامه امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.