رپوټونه

19625_157.jpg

یونیسف: په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونیسف وايي، نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان، چې ۱۲.۳ میلیونه ماشومان پکې شامل دي، په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري او بل پلو د خوړو نړیوال سازمان د امریکا له لوري افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
news-1629537223-1537.jpg

په افغانستان کې د ازادۍ پر ساتلو د طالب چارواکو ټينګار

طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې د لمانځلو په مراسم کې چې د امیر امان الله خان په مشرۍ ترلاسه شوې وه، په دودیز ډول د ازادۍ په ساتلو ټینګار وکړ.
d30e1e26-badf-470a-8500-371a94d5d8ad.jpeg

اسلام اباد کې افغانې ښځې: طالبانو لخوا زموږ په حق کې د شوي ظلم پر وړاندې نړۍ هم مسؤوله ده

په اسلام اباد کې تبعید شوې افغانې ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی پر انساني او بشري حقونو د طالبانو لخوا د «ظالمانه» بریدونو مخه ونیسي.
OIP.jpeg

د زمري ۲۴مه، د هېلو د پړځېدلو ورځ

ما په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پوسټونه وپلټل څو د "جمهوریت" د سقوط او د "امارت" د واکمنۍ په اړه د افغانانو د غبرګونونو یوه ټولیز انځور وړاندې کړو. غبرګونونه بېلابېل دي، ځینې یې ښه ویلي او ځینې یې بد؛ خو تر ټولو ډېر انتقادي پوسټونه د افغان نجونو او ښځو له ادرسه خپاره شوي دي.
636213882087711026.jpg

ملګري ملتونه: درې کاله د افغان ښځو حقونه داسې یو رژیم نقض کړې چې خپله مشروعیت نه لري

ملګري ملتونه د زمري ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ دریم کال ته په غبرګون کې ویلي چې په دغو دریو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو انساني حقونه د یوه داسې رژیم له لوري نقض شوې چې خپله هم کورنۍ او نړیوال مشروعیت نه لري. ملګري ملتونه ويلي د افغانستان وضعیت نور هم مخ پر خرابېدو دی او له دې کبله پیاوړو او اغېزناکو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا ده.
5868355.jpg

سراج الدین حقاني: نړېواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره تعامل وکړي، ځکه د هغه په اند اوس تر هر وخت ډېر له دوی سره تعامل ته زمینه برابره شوې.
300.jpeg

ایراني پولیسو له ۱۰ تر ۱۷ کلن افغان کډوال یې نیولي او پوځي مرکزونو ته یې لېږدولي

یوې ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې د ایران پولیسو داسې افغان کم عمر لرونکي کډوال یې هم نيولي چې عمرونه یې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، او دا په داسې حال کې چې هغوی د اوسېدو اړوند اسنادونه هم لري.
3920162.jpg

ایرانی چارواکی: موږ کډوال نه ازاروو او دا د میلمه پالنې د کلتور خلاف ګڼو

د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د وهلو او سپکاوي په اړه له پراخو غبرګونونو وروسته، ایراني چارواکو اعلان وکړ چې دوی د مهاجرینو ضد نه دي او دا کار د اسلامي دود او میلمه پالنې د کلتور خلاف ګڼي.
OIP (3).jpeg

طالبان ننګرهار کې د ۱۷ سیمه‌ییزو رسنیو جوازونه وځنډول

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ننګرهارکې د ۱۷ سیمه ییزو رسنیو جواز د فریکونسي مالیې د نه ورکړې له کبله ځنډولي او خبرداری یې ورکړی، تر هغو به د فعالیت اجازه ورنه کړي چې خپل پخواني مالیات یې نه وي ورکړي.
OIP.jpeg

د پښتون ژغورنې مخکښ غړی علي وزير نیول شوی دی

د پښتو ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير بېګاه شپه د پاکستان په اسلام آباد کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی. طرز پرس ـ په خواله رسنیوکې په یوه خپره شوې وېډيو کې لېدل کيږي چې علي وزير د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د پولیسو له خوا نېول کیږي.