ایرانی چارواکی: موږ کډوال نه ازاروو او دا د میلمه پالنې د کلتور خلاف ګڼو

طرز پرس

19 اسد 1403

3920162.jpg

د ایران پولیسو له خوا د افغان کډوالو د وهلو او سپکاوي په اړه له پراخو غبرګونونو وروسته، ایراني چارواکو اعلان وکړ چې دوی د کډوالو ضد نه دي او دا کار د اسلامي دود او میلمه پالنې د کلتور خلاف ګڼي.

طرز پرس- د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي د جمعې په ورځ د زمري په ۱۹مه، پخپل اکس پاڼه کې ولیکل چې هېڅ ایراني چارواکی د کډوالو ضد نه دی او نه هم دا خبره منلی شي. هغه زیاته کړه چې کډوال زورونه "د اسلامي سنت او د میلمه پالنې د کلتور خلاف دی". ظاهراً دا د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني ته څرګند ځواب دی، چې تېره ورځ یې د ایران حکومت د کډوالو پر وړاندې په زورزیاتی تورن کړ. د طالبانو دغه جګپوړي غړي په ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې "ایران د پناه غوښتونکو او کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او دا د طالبانو لپاره د منلو نه ده."
موسوي د انس حقاني د اندېښنو په ځواب کې وویل چې کډوال زورونه د بهرنیانو کلمه ده او ادعا یې وکړه چې هیڅ ایراني چارواکی د کډوالو ضد نه دی. نوموړي همداراز زیاته کړې: "لکه څنګه چې د ایران خلک د هېواد د قوانینو مراعاتولو ته اړ دي، خارجی اتباع هم باید د ایران قوانین او مقررات مراعات کړی."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند، زورزیاتي او سپکاوي په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. تر ټولو تازه د سید مهدي موسوي د نېولو پېښه ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ګڼ غبرګونونه پارولي دي. د هغه د کورنۍ غړي وايي چې سید مهدي له خوشې کېدو وروسته په غاړه کې سخت زیانمن شوی دی. سیدمهدي ته په منسوبه وېډیوکې لېدل کيږي چې ایراني پولیسو د هغه پر غاړه پښه اېښې او هغه ورته وايي چې "پښه دې زما له غاړې اېسته کړه"؛ خو پولیس یې بیا ټينګوي.