یونیسف: په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

طرز پرس

29 اسد 1403

19625_157.jpg

یونیسف وايي، نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان، چې ۱۲.۳ میلیونه ماشومان پکې شامل دي، په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري او بل پلو د خوړو نړیوال سازمان د امریکا له لوري افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
طرز پرس - د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف، نن «دوشنبه د زمري ۲۹ مه» د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ نیمایي راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې موده کې یې ۲.۸ میلیونه ماشومانو ته د روغتیا او رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کړي دي. د یونیسف په وینا، په لومړۍ نیمایي کې یې ۳۳۲ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه، ۲۶۹ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه او ۵۲۸ زره کسانو ته د روغتیايي پیغامونو وړاندې کول ممکن کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د سختو اورښتونو او مرګونو سیلابونو له کبله د می په میاشت کې د بدخشان، بغلان او تخار په ۲۱ ولسوالیو کې لوی سیلابونه راغلل او دا په افغانستان کې تر ټولو ستر روان سیلابي پېښه وه. په همدې حال کې، د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د امریکا د ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی، چې د دې ادارې په وینا، له دې پیسو سره به په افغانستان کې ۳ میلیونه بې وزلې کسان له خوړو او نغدو پیسو برخمن شي.
ضیاءالدین صافي، د خوړو نړیوال سازمان ویاند وايي، د دې مرستو له لارې، شاوخوا ۹۰۰ زره ماشومان او میندې چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي، هم درملنه کیږي. په کابل کې د خوړو نړیوال سازمان مشر هسیائو وی لی، وايي چې په تېرو دوو کلونو کې سترې بشرپاله مرستندویه بنسټونه د میلیونونو افغانانو د لوږې له منځه وړلو په برخه کې مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا د اګست په ۱۷مه اعلان کړی و چې ۴۰ میلیونه پونډه مرسته کوي، ترڅو په افغانستان کې یې د بشري مرستو وېش له سره پیل کړي.